ایکنا دمیډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ، د قدر شپې ورځې او د امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام د ضربت او شهادت شپو ورځو په مناسبت په نجف اشرف کې پر علوي مقدس حرم تور بیرغ ورپيد.
په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام پاک حرم د عزادارو او زیارتوالو په شتو کې په تورو ټوکرو او بیرغونو سره وپوښل شو او پر حرم هم د غم تور بیرغ ورپيد.
د یادولو ده چې د قدر شپو دستورې له نن شپې یعني د د حضرت امام علی علیه السلام د ضربت له شپې سره په یووخت پيلږي، او د د روژې دمبارکې میاشتې تر درویشتمې روژې ترشپې پورې دوام لري.
د علوي سپيڅلي حرم په اړه یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
4132230